ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د پاکستان له لوړروتبه چارواکو سره د دوواړخیزو لیدوکاتو په دوام کې په پنډۍ ښار کې د دغه هیواد پوځ له عمومي قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره هم وکتل .
حسین امیر عبداللهیان او جنرال قمر جاوید باجوه په سرحدي او امنیتي حوزو کې د ایران اوپاکستان د دوواړخیزو ملګرتیاؤ سره داړونده ترټولو وروستي بدلونونه وارزول .
دواړو لورو د سیمه ایزو پیښو په تیره بیا د افغانستان د حالاتو په بحث کې یوه بل لیدتوګې سره شریکې کړې .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر په اسلام اباد کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو په بیړنۍ اولسمې غونډې کې د ګډون ترڅنګ د پاکستان پشمول د مختلفو هیوادونو له خارجه وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم جلاجلا لیده کاته وکړل .